امریکایي سناتور جان مککین د بېلاروس ولسمشر یو ظالم سړی وګاڼه


امریکایی سناتور جان مککین دبیله روس جمهور رییس الیاکسندر لوکاشینکا یوبی رحمه اوظالم واکمن ګڼی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امریکایي سناتور جان مککین د بیلاروس په ولسمشر الیاکسندر لوکاشینکا سخت انتقاد وکړ او هغه یي بې باکه، بی رحمه او ظالم واکمن وګاڼه.

ده وویل، چې لوکاشینکا د تاریخ په ناسم اړخ کې ولاړ دی، جان مککین زیاته کړه چې په منځني ختیځ او مصر کې روانې پېښې د هر هغه حکومت لپاره چې خپل ولس له حقوقو محروموي یو سخت درس او عبرت دی.

جان مککین، چې جمهوري پلوي سناتور دی دغه خبرې پرون په لیتوانیا کې وکړې.

لیتوانیاته د امریکایي سناتورانو په دغه سفر کې سناتور جوزیف لیبرمان هم شامل دی،دوي په لیتوانیا کې د بیلاروس له محصلینو سره ولیدل .

وروسته له دې چې لوکاشینکا له جنجالمنو انتخاباتو وروسته په تیرې دیسمبر میاشت کې خپل معترض مخالفین وځپل، امریکا او اروپایي اتحادیي په دده په رژیم نوي بندیزونه ولګول .