پاکستان کې له بندي امریکايي ډیبلومات لا هم تحقیقات روان دي



د پاکستان یوې محکمې نن اعلان وکړ چې پولیس به د امریکا د کونسلګرۍ کارکوونکی چې د دو پاکستانیانو په وژنه تورن دی د اتو ورځو په مخه په توقیف کې وساتي، څو نور تحقیقات ترې وکړي.

دا امریکایی ریمونډ ډیفیس نومیږی او امریکا د هغه د سمدستي خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.

دا ډیپلومات یوه اونۍ مخکې هغه مهال ونیول شو چې د لاهور په ښار کې د ده په وینا ده له غلو د ځان د ژغورلو لپاره ډزې وکړې او دوه پاکستانیان یې وویشتل.

له دې پیښې وروسته په پاکستان کې د امریکا پر ضد مظاهرې وشوې.
ټاکل شوې ده چې نیول شوی امریکایی د فبروري په یولسمه بیا محکمې ته حاضر شي.