په مصر کې۳تنه مظاهره چیان ووژل شول

سهار وختي د تحرير په ميدان کې درې حکومت ضد مظاهره کونکي ووژل شول.

پرون چې د مظاهرو نهمه ورځ وه مظاهره کونکي له زور زياتۍ سره مخامخ شول، د حکومت پلويان له اوښانو او اسونو سره د مظاهرې سيمې ته راغلل او پر خلکو يې حمله وکړه چې په نتيجه کې يې درې تنه ووژل او لږ تر لږه شپږ سوه نور ټپان شول.

دا نښتې يوه ورځ وروسته تر هغې رامنځ ته شوي چې ولسمشر حسني مبارک وويل، چې د روان ميلادي کال د سپتمبر تر پايه، يعنې د خپل کار د دورې تر پايه به د جمهوري رياست له مقامه لرې نه شي.

د مبارک ضد مظاهره کونکو، چې د خپلو کورنو ته د بيرته تګ په اړه د حسنې مبارک هر ډول خبردارېو ته غوږ نه دی ايښې وايي، حمله کونکي هغه پوليس وو چې شخصي جامې يې اغوستې وې، سپينه ماڼۍ وايي، دا شخړې بايد ختمي شي څو د قدرت انتقال ته لاره هواره شي .

د ملګرو عمومي منشي بانکې مون وايي دا حالت د زغملو وړ نه دی:

(زه په مصر کې روان تاوتريخوالي انديښمن کړی يم ، زه يو ځلي بيا له ټولو خواوو په ټينګه غواړم چې په کرار شي.

دا حالت چې رامنځ ته شوی له حده وتل او د نه منلو خبره ده، د سوله ايزې مظاهرې پر ضد هره حمله د منلو وړ نه ده او زه يې په کلکه غندم .)

د مخالفينو مشر محمد البراديي چې د نوبل د جايزې ګټونکې دی له پوځ څخه غوښتي چې د زور زياتيو د ختمولو لپاره دې له مداخلې څخه لاس واخلي.