روسیه د پوځ منسوبینو ته تنخوا زیاتوي

روسیه وايي، دغه هېواد غواړي چې د پوځ د منسوبینو تنخواګانې لوړې کړي.

ولسمشر دیمیتري میدودیف وویل، له راتلونکې کال به د پولیسو د افسرانو او د قانون تطبیقونکو نورو ادارو د مامورینو په معاشونو کې هم زیاتوالی راشي.

د اسوشیټیډ پریس اژانس د راپور له مخې په تیرو دوو کلونو کې د روسېې د عسکرو شمېر له څه د پاسه درې لکه او درې پنځوس زرو څخه یو نیم لک ته راښکته شوې دی.

د دفاع وزیرانتولي سردیاکوف تیره ورځ وویل، چې هغوي اوویا زرو نورو افسرانو ته اړتیا لري.