م.م:په ایران کې اعدامونو تر تیر کال زیات شوي

د ملګروملتونو د بشري حقونو د سازمان مشره وايي، په ایران کې سږ کال د اعدامونو اندازه په ډراماتیکه توګه لوړه شوې ده.

د نوي پیلي دفتر ویلي، په ایران کې د روان کال په ترڅ کې د اعدام شوو کسانو شمېره د تیر کال په مقایسه درې چنده شوی ده.

نوموړې ویلي، سره له دې چې ملګرو ملتونو له ایران غوښتي چې داعدامونو لړۍ ودروي خو داسې ښکاري چې ایراني چارواکو د مرګ سزا اورولو ته نور هم زور ورکړی دی.

میرمن پیلي ویلي په ایران کې سیاسی اعدامونه د ملګرو ملتونو د مدني او سایسي حقونو له تړونونو څخه سرغړونه ده .