ولسمشر کرزی د دوو ورځو لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی نن د هند د صدراعظم من موهن سینګ په بلنه نوي ډهیلي ته په دوه ورځني سفر لاړ شي.

هند ته د ښاغلي کرزي د سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او ستراتیژیکو اړیکو پیاوړتیا بلل شوی دی.

همداراز د ښاغلي کرزي سفر د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ د پر له پسې سلامشورو په لړ کې ګڼل شوی دی.

هندي رسنیو پرون وویل، چې د افغانستان د ولسمشر له سفر سره به د هند او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک مشارکت او دوستي نوره هم پخه شي.