د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو لپاره نن بیا رایې اچول کیږي

ټاکل شوې د افغانستان نوي ولسي جرګې نن یو ځلې بیا د خپل رییس د ټاکلو لپاره انتخابات وکړي.

د ولسي جرګې غړو د تیرې شنبې په ورځ د رییس د ټاکلو لپاره دوه ځلې رایې واچولې خو د څلورو کاندیدانو په منځ کې یوه هم د رایو غوڅ اکثریت ترلاسه نشو کړای.

په دغو څلورو کې کسانو کې عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، عبدالظاهر قدیر او میرویس یاسیني شامل دي.

د ولسي جرګې د موقت اداري پلاوي په وینا نویو انتخاباتو ته ان دوه ورځې مخکې شاوخوا شپږو کسانو ځانونه کاندید کړي وو، چې ښايي دغه شمیر زیات او یا هم کم شي.