اروپايي اتحاديي د بیلاروس د ولسمشر شتمني کنګل کړې

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو د دوشنبې په ورځ په خپله غونډه کې د بيلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشينکه او د هغه د ۱۵۷ نژدې کسانو شتمنۍ کنګل کړې او د وېزې پر ورکولو يې بنديز ولګاوه.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشتن له غونډې وروسته وويل:

«موږ هيله لرله چې په بيلاروس کې به وضعيت ښه شي، خو عملاً موږ هيڅ بدلون نه وينو. نو موږ ته له دې پرته چې د بيلاروس د ولسمشرلوکاسينکه په ګډون د چارواکو پرضد قيودات وضع کړو، چې په انتخاباتو کې د درغلۍ اود هغو په نتيجه کې د تاوتريخوالو مسووليت په غاړه لري، بله لار نه لرو.»

د بنديز په ليست کې د بيلاروس د ۱۶۰ تنو چارواکو نومونه ياد شوي دي.

د اروپايي اتحاديې مشرانو دا پرېکړه وروسته له دې وکړه، چې د دیسمبر د نولسمې نېټې د لانجمنو انتخاباتو په نتيجه کې لوکاشينکه بيا ولسمشر اعلان شو او حکومت د خلکو اعتراضونه او مظاهرې وځپلې.

د بيلاروس امنيتي ځواکونو د مظاهرو د ځپلو په لړ کې د ولسمشرۍ د کانديدانو په ګډون په سلګونو مخالف فعالان بنديان کړل.