ژمنۍ اسیایي لوبې په قزاقستان کې پرانیستل شوې

ژمنۍ اسیایي لوبې د یکشنبې په ورځ د قزاقستان په مرکز استانه کې پرانیستل شوې، د پرانیستلو پر مهال د قزاقستان وطني ترانې وغږول شوې او اورلوبې وشوې.

دا مراسم د نړېوال اولمپیک مشر جاکس روګج، د قراقستان ولسمشر نورسلطان نظرباییف او د اسیایي هېوادو یو شمېر نورو چارواکو سره يي ولیدل.

دا لوبې به د فبروري تر شپږمې د الماتې او استانه په ښارونو کې دوام وکړې، د چین جاپان او جنوبي کوریا په ګډون د پنځه ویشت اسیایي هېوادو تر زرو ډیرو لوبغاړو په دې لوبو کې برخه اخیستې ده او په سیکي، د یخ هاکي او یو شمېر نورو ژمنیو لوبو کې به سیالۍ سره وکړي.