د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې څه باندې سل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دې وزارت ویاند زمري بشري نن په کابل کې خبریالانوته وویل، چې په وژل کې څلور ویشت ملکي، نهه ویشت پولیس او نهه پنځوس تنه وسله وال مخالفین شامل دي.
د ښاغلي بشري په خبره په تیره یوه اوونۍ کې په ټول افغانستان کې د وسله والو مخالفانو له خوا درې نوي حملې شوي چې دوه یې، په کابل او کندهار کې ځان وژونکې حملې وې.
زمري بشري وویل چې په دې حملو کې تر ټولو خونړۍ په کابل ښار کې د جمعې ورځې ځان وژونکې حمله وه، چې د یوه ماشوم او شپږ تنو ښځو په ګډون اته تنه افغانان په کې ووژل شول او د څلورو بهرنیانو په ګډون پنځلس تنه نور په کې ټپیان شول.