کابل هرات او ننګرهار کې د ایران ضد مظاهرې وشوې

په کابل ، ننګرهار او هرات ولایت کې نن په سلګونو خلک په ایران کې د سیاسي اعدامونو پر ضد واټونو ته راووتل.

دغه مظاهرې د ملي پیوستون ګوند لخوا رابلل شوې وه، چې پکې په سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

که څه هم په کابل کې کابل کې شوې مظاهره تر ډیره سوله ایزه وه، خو په هرات کې مظاهره کوونکو یو مهال د ایران قونسلګرۍ ته د ننوتو هڅه هم وکړه، خو د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.

مظاهره کوونکو، چې د ایران پر ضد یی شعارونه ورکول په ایران کې د افغانانو د اعدام د بندولو غوښتنه یی کوله.