په لاهور کې احضار کړای شوی تن بیرته حبس شو

د امریکا د قونسلګری یو چارواکي چې د دوو کسو د قتل په تور پرون د لاهور یوې محکمې ته احضار کړای شو د محکمې له اجرااتو وروسته بیرته حبس ته واستول شو.

دی وایي، چې په دغو دوو کسو یي ځکه ډزې کړي چې دوي غوښتل لوټ یي کړي، پولیس وایی دغه امریکایي به د دوو کسو په قتل او د بې جوازه وسلې په لرلو تورن شي.

ده پولیسو ته ویلي، چې د خپل ځان د دفاع لپاره یي د دغو کسو لورته چې په موټر ساییکل سپاره وو ډزې کړی دي.

پولیس وایي، د پنجشنبې د ورځې په دغې پېښې کې یو بل کس د امریکا د قونسلګری د یوموټر له خوا چې د مرستې لپاره صحنې ته ورسېده ووهل شو.

دغه پېښه کېدای شي په پاکستان کې چې د تروریزم ضد مبارزه کې د امریکا یو مهم پلوی ګڼل کیږي امریکایي ضد احساسات راوپاروي.