یمن کې هم حکومت زر مظاهرې روانې دي

زرهاوو تنو د پنج شنبې په ورځ په یمن کې اعتراضي مظاهرې وکړې او د ولسمشر د لرې کیدو غوښتنه یې وکړه .

د رویټر اژانس وايي ، اعتراض کونکي په څلورو ځایونو کې راټول شوي و.
رپوټونه وايي یوازې د یمن په مرکز کې د پوهنتون د ودانۍ په وړاندې د راټولو شویو اعتراض کونکو شمیر د لس زرو په شاوخوا کې و .

دې کسانو د حکومت ضد شعارونه ورکول او په وروستیو کې یې په تونس کې د حکومت د ړنګیدو یادونه کوله .

په یمن کې له تیرو څه باندې دیرشو کلونو راهیسې علی عبدالله صالح جمهوري ریاست چلوي .