په کونړ کې ۵ کیلو مټره سړک ورغول شو

د کونړ چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د 5 کیلومتره سړک د جوړولو کار بشپړ سو.

د کونړ والي فضل الله وحیدي وايي، چې دغه سړک د مزار درې او یادې ولسوالۍ تر منځ دی او ټاکل شوې چې په دغه ولسوالۍ کې 25 کیلومتره نور لوی سړکونه هم په دغه ولایت کې د امریکا د ولایتي بیارغوني ډلې له خوا په 5 میلیونه دالره جوړ شي.

د نورګل ولسوالۍ خلکو د دغه سړک په جوړېدو خوښې ښوولې او ویلي یې دي، ستونزې به یې تر ډیره حل شي.

او د کندهار چارواکي وايي، د 7.2 کیلومتره ښاري واټونو د جوړولو کار یې پیل کړی دی.

د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي وايي، د دغو ښاري واټونو د جوړولو کار پرون پیل شوی او د ښاروالۍ په 50 میلیونه افغانۍ لګښت به بشپړ شي.

ویل کیږي، چې په دې سره به په دغه ښار کې ترافیکي ستونزې حل شي او خلک به هوسا کړي.

خو د کندهار اوسېدونکي بیا په دغه ولایت کې د بیارغوني د سست بهیر او کاري کیفیت څخه شکایت کوي، دوي وايي جوړ شوي ځایونه تر لږ وخت وروسته له منځه ځي.