په بغلان کې تصفیوي عملیات پیل شوي

د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې افغان او نړېوالو ځواکونو تصفیوي علمیات پیل کړې دي.

دغه عملیات چې پرون شروع شول تر اوسه په کې څوک نه دې وژل شوې خو د بغلان امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي ازادۍ راډيو ته وویل، چې طالبان د دهنه غوري ترڅنګ په دند غوي سیمه کې میشت و.

نو دا عملیات د دې لپاره پیل شوې دي چې ټوله سیمه له مشکوکو ترورېستانو پاکه شي او د کابل مزارشریف لویې لارې ته متوجه خطر هم دفع شي.

تر اوسه د دهنه غوري په عملیاتو کې څوک نه دې وژل شوې او د چا د نیول کېدو خبرهم نه دی خپور شوی.