پټرویس: تیر کال د وسله والوطالبانو پر ضد جګړه کې پرمختګ شوی

په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو قوماندان پرون وویل، د متحد ایالاتو په مشري ځواکونو د تیر میلادي کال په ترڅ کې د وسله والو طالبانو پرضد جګړو کې د پام وړ پرمختګ کړی. خو داسې مخوینه کیږي، چې سږ به یې سخت کال په مخ کي وي.

نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) په یوې اعلاميې کې د امریکايي جنرال، دېوېد پټرویس په حواله ویلي، ایتلافی ځواکونو په دوه زره لسم میلادي کال په ترڅ کې د افغانستان د ډېرو سیمو په امنیتي وضعیت کې بدلون راوست.

پترویس وویل، افغان او ایساف ځواکونو په کندهار او هلمند کې چې د طالبانو د ځواک مرکزونه بلل کیدل ډېر ښه پرمختګ وکړ او د طالبانو مشران یې د ټول هیواد په سطح له زیانونو او ماتي سره مخامخ کړل. تیر کال ۷۱۱ نړیوال عسکر په افغانستان کې وژل شوي چې له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسی چې د وسله والو طالبانو پرضد جګړه پیل شوي تر ټولو خونړی کال بلل کیږي.