د مصر د ولسمشر پر ضد مظاهر کې ۳ تنه وژل شوي

راپورونه وايي، د مصر په مظاهرو کې چې په زرګونو اعتراض کونکو د ولسمشر حسني مبارک د دېرش کلنۍ واکمنۍ د ختمیدو غوښتنه کوله لږ تر لږه دری تنه وژل شوي.

اعتراض کونکي د تونس له شورش څخه چې د دې هیواد د ولسمشر د لرې کیدو سبب شوي متاثر شوي، دوی په خپلو اعتراضونو کې تونس تونس ناري وهلي.

شاوخوا شل زره تنه د قاهري الکساندرې او د مصر په نورو ښارونو کې پرون مظاهرو ته راوتلی وو. پولیسانو د اعتراض کونکو پر ضد چې پر دوی یې تیږې ویشتي، له اوښکې بهونکي غاز او اوبو څخه کار واخیست.

د راپوورنو له مخې لږ تر لږه دوه اعتراض کونکي او یو پولیس په دې نارامیو کې وژل شوي.

د مصریانو غوښتنې د تونس د هغو خلکو ته چې سړکونو ته راوتلي وو، ورته والی لري دوی هم د خوارکي موادو د بییو د لوړوالي، غربت، بې روزګارۍ او ورته ستونزو پر ضد د اعتراض غږ پورته کړي.