محمدي: د افغان پولیسو روزنې هالنډي روزونکو ته ډېره اړتیا ده

د کورنیو چارو وزارت د هالنډ له پارلمان څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د پولیسو د روزونکو د استولو لپاره د حکومت د پریکړې ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي ویلي، چې د افغانستان د ملي پولیسو د قابلیتونو په ښه کولو کې د هالنډ وڼډه ډيره با ارزښته ده.

ښاغلي محمدي د دې روزونکو د امنیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د هیواد په شمال کې زیاتې سیمې له وسله والو پاکې شوې دي.

د هالنډ حکومت پرېکړه کړې، چې لږترلږه پینځه نیم سوه روزونکي په درېیو کلونو کې افغانستان ته واستوي. د دوی زیاته شمېره به په کندز کې د ملي پولیسو په روزنه کې برخه واخلي.

دا پلان باید د هالنډ د پارلمان په ستر اکثریت تایید شي. ټاکل شوې چې د هالنډ پارلمان د پنجشنبې په ورځ په دې ارتباط رایې ګیري وکړي.