رفیع: پر رزاق مامون مې د خپلې کورنۍ د ژغولو لپار تیزاب شیندلي

پر رزاق مامون د تېزابو د حملې په تور نیول شوي کس ویلي، چې ده د خپلې مېرمنې او ماشومانو د ژغورلو لپاره دغه کار کړی.

د پژواک خبري اژانس د رپوټ له مخې، عبدالرفیع ویلي، چې دریو ناپېژاندو کسانو، چې یو يې په ایرانۍ، دویم يې په هزاره ګۍ او دریم يې په دري لهجې خبرې کولې، د رزاق مامون پرمخ د تېزاب په شیندنو وګواښولو.

د عبدالرفیع په وینا دغو دریو تنو به په وار وار اړیکه نیوله او غوښتل يې چې پر مامون حمله وکړي.

نوموړي په دغه دوسیه کې د ایران لاس ښکیل بللی او ویلي يې دي، چې اوس هم کورنۍ ته يې د زیان ورسېدو له امله وېره لري.

خو د کابل د امنیې قوماندانی د جنايي جرمونو د څېړنو ریاست چارواکو ویلي، چې دوی داسې څه نه دي موندلي، چې په دغه دوسیه کې د کوم هېواد او ډلې لاس لرل ثابت کړي.