د امریکا په یو ښار کې یو وسله وال ۴ تنه پولیس ټپیان کړل

د امریکا د دیترویت ښار پولیس وایي، چې د دوی د یوه قوماندان په شمول څلور منصبداران هغه وخت په ډزو کې ټپیان شول، چې یو وسله وال کس د دوی ماموریت ته ننوتلی وو.

پولیسو وویل، چې وسله وال کس د دوی د همکارانو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

پولیسو وویل، داسې نه ښکاري چې د ژوبل شویو پولیسو روغتیایي حالت دې خطرناک وي.

د اپیښه پرون په سیمه ییز وخت مازدیګر مهال شوې ده.
پولیسو ویلي، تراوسه دا نه ده څرګنده چې د دغه وسله وال کس د حملې انګیزه څه وه.