د تاجکستان ولسمشر اروپايي ټولنې او ناټو سره خبرو لپاره پورکسل ته ځي

ټاکل شوې ده، چې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د اروپایي اتحادیې او د ناټو له جګپوړو چارو اکو سره د رسمي خبرو لپاره نن د بلجیم مرکز بروکسل ته لاړ شي.

کریموف به په دې سفر کې د اروپا د کمیسیون له مشر خوزي مانویل باروسو او دغه راز د اروپایي اتحادیې د انرژۍ د چارو له کمیشنر ګونتر اویتنګر سره خبرې وکړي.

دواړه لوري تمه کوي، چې په دې کتنه کې به د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د تفاهم یوه موافقه لاسلیک کړي او په تاشکند کې د اروپایي اتحادیې د دفتر د پرانستلو موضوع وڅیړي.

د ازبکستان ولسمشر به د ناټو په مقر کې د دې تړون له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره په ګاونډي هیواد افغانسان کې په روانه جګړه کې د ناټو په عملیاتو کې د ازبکستان او د دې تړون ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د بشري حقونو مدافع ډلو له کریموف سره په بروکسل کې د لویدیځو هیوادونو د چارواکو لیدنې کتنې ترسوال لاندې رواستي او وایي، چې د هغه حکومت د بشري حقونو خرابه سابقه لري، چې اکثرا په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو څیړنیزو موسسو په راپورونو کې په ټرټولو ټیټه کچه کې راوستل شوی دی.