په سوډان کې د انتخاباتو د کمیسون یوه مقام ویلي، چې د دغه هیواد د تجزيې لپاره په ترسره شوې ټولپوښتنه یاریفراندم کې د هغو مرکزونو رایې چې له سلو فیصدو زیاتې وي، قرنطین کړای شوي دي.
د ټولپوښنې لومړني نتایج ښيي، چې د سوډان د جنوب اوسیدونکو په لوی اکثریت سره د تجزيې په پلوي رای ورکړي دي.
خو د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې د رایو فیصدي سلو او له سلو زیاته وه.
د انتخاباتو د کمیسون د ټولپوښتنې د برخې مسولې (جسټیک چان موډت) وویل، چې د هغو سیمو رای به قرنطین شي چیرته چې د رایو فیصدي یو سل او پینځه ثبت شوې.
هغې وویل حتې که دغه رای باطلې هم ثابتې شي، نتیجه واضحه ده او هغه دا چې د جنوب خلکو د تجزيې په پلوۍ رای ورکړي دي.
د راپورونو له مخې د روانې میاشتې له نهمې نه پیل تر پینځلسمې نیتې پورې په دغې ترسره شوې ټولپوښتنه کې د سوډان د جنوب په سلوکې اته نوي اوسیدونکو د تجزېې لپاره رای ورکړې ده.