القاعده شبکې په عراق کې د وروستیو حملو پړه په غاړه واخیست

په عراق کې د القاعده شبکې د دغه هیواد په شمال کې د وروستیو ځان وژونکو حملو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په دغو بریدونو کې چې په تکریت او بعقوبه ښارونو کې تیره اوونۍ وشوې شاوخوا ۶۰ کسان ووژل شوه.

یوې امریکايي ادارې چې د اسلامي سخت دریځو ډلو ویب پاڼې څاري ویلي، چې دا ځان وژونکې حملې په عراق کې د القاعده څانګې چې (د عراق د اسلامي دولت) په نامه یادیږي، کړي دي.