ملک: په کراچۍ کې د پښتنو خبریالانو د ترور لپاره یو لیست جوړ شوی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هغه لست شتون تایید کړ، چې ویل کیږي په کراچۍ ښار کې د پښتنو خبریالانو د وژلو لپاره برابر شوی دی.

رحمان ملک د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په کراچۍ کې په دې وروستیو کې د پښتون ژورنالست ولي خان بابر د ترور په تړاو يې یو شمېر مشکوک کسان نیولي دي.

له تیرو څو ورځو راهسیې په کراچۍ کې د یوه داسې هدفي وژونو د لست د شتون په اړه اوازې خپرې شوې وې، چې د پښتنو خبریالانو د ترور لپاره برابر شوی دی.

په تیر کال میلادي کال کې په پاکستان کې ۱۶ خبریالان وژل شوي او د ژورنالستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي لړۍ په ۲۰۱۱ کال کې هم دوام لري.