په تاجکستان کې افغان قاچاق وړونکو ته د سر او مال زیان اوښتی

د تاجکستان د ملي امنیت اداره وایي، چې ځواکونو یې د نشه يي موادو له قاچاق کونکو سره په نښته کې دوه افغان قاچاقبران وژلي او څه باندې ۲۲۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد یې ضبط کړي دي.

د دې ادارې یوه چارواکي انترفاکس خبري اژانس ته وویل، چې دا پیښه د تیرې جمعې په ورځ هغه وخت وشوه چې یوې دیارلس کسیزې قاچاقبرې ډلې هڅه کوله چې د افغانستان له پولې شوراباد سیمې ته مخدره مواد قاچاق کړي، چې په نتیجه کې د تاجک سرحدي ځواکونو او د دغو قاچاق وړونکو ترمنځ نښته وشوه.

د چارواکو په وینا په دې نښته کې د نشه يي موادو دوه قاچاقبران ووژل شول او څه باندې ۲۲۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد د دغو ځواکونو لاس ته ورغلل.