د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دا هېواد او متحدان یې ښايي پر ایران د بندیزونو د شدت پلوي وکړي.
د فرانسې حکومت په ترکیه کې د ایران، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو دایمي غړو او جرمني د استازو ترمنځ د خبرو تر ناکامېدو وروسته دا اقدام کړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې میشل الیوت ماري اردن ته د سفر په ترځ کې وویل، چې په استانبول کې له ایران سره په دوه ورځنیو خبرو کې پرمختګ ونه شو نو له دې امله غربي حکومتونو ته بله لاره نه ده پاتې شوی.
دې زیاته کړه، چې که چیرې خبرې نتیجه ورنه کړي نو فرانسه او متحدان یې ښايي داسې دریځ غوره کړي چې خبرې او جدي بندیزونه په کې شامل دي:
(موږ د یوه دیپلوماتیک حل موندلو ته ژمن یو، په عین حال کې دا په ایرانیانو پورې اړه لري چې راوګرځي او د خبرو لاره انتخاب کړي.
خو موږ به بیا هم له مسلې سره د برخورد لپاره غبرګې لارې په نظر کې ونیسو، موږ به په ځیني مسایلو د خبرو وړاندیز وکړو او د کم پرمختګ په صورت کې به د بندیزونو په زیاتولو غور کوو.)
د استانبول په خبرو کې ایران د یورانیمو د غني کولو لپاره په خپلو هڅو بندیز رد کړ.