په بغداد کې پرله پسې چاودنو ۸ تنه ووژل

نن وختي په بغداد کې په پرله پسې بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او تر ۳۳ زیات زخمیان دي.

رپوټونه وايي، چې لومړۍ دوي چاودنې د پولیسو پر ګزمه وشوې چې یو پولیسو او یو لاروی یې وواژه.

دریمه چاودنه په یوه موټر کې وشوه چې یو بزګر او د هغه زوی یې ووژل، څلورمه چاودنه د سړک په غاړه د ایراني زیارتکونکو په موتړ شوې چې یو تن په کې وژل شوې دې او ۹ تنه نور یې زخمیان کړي دي.

د بغداد د ترمیه په نوم سیمه کې نن د ښونځې ترځنګ په چاودنه کې یو ۷ کلن هلک وژل شوې دی، چارواکو ویلي د چاودنو د دې لړۍ له پلان څخه د وسله والو هدف دا وو څو ثابته کړي چې دا هېواد د مارچ په میاشت کې د عرب لیګ د غونډې د کوربتوب توان نه لري.