د هلمند ولایت د ملي امنيت مسوولو چارواکو د هغه کس د نیولو خبر ورکړی، چې د اوو تنو پوليسو په وژنه تورن دی.
چارواکي وايي، چې یاد شوی تورن د لښكرګاه ښار د صافيانو د سیمې په امنيتي پوسته كې اوه تنه پوليس وژلي وو او د هغوی رېنجر موټر او وسلې يې له ځان سره وړې وې.
تورن چې محمدعوض نوميږي رسنيو ته يي ويلي، چي په یاده شوې امنیتي پوسته كې پوليس و، خو د خپل قوماندان د بد چلند او د طالبانو د هڅونې له امله یې دا كار كړى دى.
دې مشکوک قاتل نژدې يوكال مخکې د لښكرګاه ښار د صافيانو په سیمه کې د يوې پوستي اوه تنه پوليس د خوب په حال کې وژلي وو.