البانيا کې سیاسې ناندرې راپورته شوې

د الباینا صدراعظم صالح بیرشا ددي هیواد اپوزیسیون تورن کړ چې د دریو تنو حکومت ضد مظاهره کوونکو له وژنې وروسته یي د کودتاه هڅه کوله.

صالح، د البانیا خبري رسنیو ته وویل، د سوسیالست ګوند اپوزیسیون چې مشر یې د الباینا د مرکز تیرانا ښاروال عیدي راما دی، هڅه یې وکړه چې د تونس په څېر شخړو په جریان کې په البانیا کي کودتاه وکړي. راما د صدراعظم دا تور رد کړی دی.

د جمعې په ورځ مظاهره کوونکو له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړې او دا لومړی ځل و [ي په البانیا کي د ۲۰۰۹ کال له انتخاباتو وروسته د اپوزیسیون مظاهرې په شخړو او مرګ ژوبلې بدلې شوې.

اپوزیسیون، حکومت په ادارې فساد او له قدرت څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور تورن کړی او وایي، د ۲۰۰۹ کال پارلماني انتخاباتو کي چې په لږ تفاوت سر ه د صدراعظم صالح بیریشا ډموکراټیک ګوند وړونکی اعلان شو، درغلۍ شوې دي.

د البانیا جمهور رییس بامیر توپي له سیالو سیاسي ګوندونو څخه غوښتې چې د شخړو د ختمولو په مقصد دي خبرو ته چمتو شي.