اروپايي ټولنه د ایران د اتومي پروګرام په اړه له خبرو نهیلې ده

د اروپایي اتحادیي د بهرنیو اړیکو مشره کاترین اشټن وایي، د نړۍ ستر طاقتونه د ایران د هستوی پروګرام په اړه د ترکیې په استانبول ښار کي له دوه ورځنیو خبرو څخه ناهیلې دي.

اشټن دغه راز وویل، د هستوي مسلو په اړه د ایران شرطونه د منلو وړ ندي. دي زیاته کړه، نورې کومې نوې خبرې په پلان کي نشته او د نړۍ شپږ طاقتونه د تهران په وړاندي واحد دریځ لري.

له دي مخکي ایراني هییت، نړیوال تورن کړي و چې هسي د خپل ځان لپاره یي خبرې پیل کړیدي.

د ایرانې هییت یوه غړي ابولفضل زهروند خبریالانو ته وویل، د خواشینۍ ځای دی چې مقابل لوری د خبرو لپاره څرګنده او د قناعت وړ اجندا نلري. دوي یوازي خبرې کوي.

ډیپلوماتانو د ورځې په سر کي ویلي و، خبرې په هغه وړاندیز څرخې چې وایي، ایران باید د خپلو غني شویو یورانیمو یوه برخه بل هیواد ته ولیږي او په مقابل کي دي د خپلوهستوي بټیو د اړتیا وړ سوون مواد تر لاسه کړي.

ایران وایي، هستوي پروګرام یي سوله ایز دی او حق لری چې د خپلو هستوي بټیو لپاره یورانیم غني کړي. د امریکا متحده ایالات او متحدین يي په ایران شک کوي او وایي، تهران د هستوي وسلو د تولید هڅه کوي.