د ټونس صدراعظم وايي تر انتخاباتو وروسته به واک خوشې کړي

د تونس صدراعظم محمد غنوشي ژمنه وکړه چې په هیواد کي له انتخاباتو وروسته به، سیاست پریږدي.

غنوشي د تونس له تلویزیون سره په مرکې کي د جمعې په ورځ دغه راز وویل، غواړي په تونس کي ډيموکراسي ته د انتقال په مرحلې کي ټول غیر ډيموکراتیک قوانین لغوه شي.

ده ژمنه وکړه چې د شپږو میاشتو په مودې کي به د شفافو او ډيموکراټیکو انتخاباتو د تر سره کیدو چاري تنظیم کړي. غنوشي د انتخاباتو لپاره کومه ټاکلې نیټه په ګوته نکړه.

غنوشي چی د لیرې شوي جمهور رییس زین العابدین بن علي نږدي ملګری و، وایي، دی هم لکه د نورو تونسیانو په څېر، د بن علي د درویشت کلني دورې په کلونو کي په بیره کې و.

بن علی په تونس کي له وژونکو مظاهرو وروسته، د جنورۍ په ۱۴ مه له هیواده ووت او سعودی عربستان ته ولاړ.