جوزجان کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان له افغان حکومت سره یوځای شول

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ۲۵ وسلوالو مخالفین نن د سولې له بهیر سره یوځای شوي.

د جوزجان د امنیې قوماندانی د امنیت امر سمونوال محمدابراهیم ازادي راډیو ته وویل ، چې تسلیم شویوکسانو په درزاب ولسوالی کې فعالیت کاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په جوزجان ولایت کې شل وسلوال کسان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي وو.