د هلمند په چاودنه کې اتو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې نن د ماین په یوه چاودنه کې د پولیسو یو سیمه ایز قومندان وژل شوی او اووه پولیس ټپیان شوي.

دهلمند دوالي وياند داود احمدي وويل چې دا چاودنه نن سهار د ګرشك د نهرسراج په سيمه كي دپوليسو په موټر شوې، چې پكي دپوليسو يوسيمه ایز قوماندان حاجي زينووژل شوى او په موټركي سپاره پوليس ټپيان شوي.

احمدي دټپي شويو پوليسو شميره په ډاګه نكړه خو وويل چې په دغه سيمه كي پوليسو نن سهار تصفوي عمليات پيل كړي او د مګړى روان دي .

په همدي اړه په لښكرګاه كي دايمريجنسي روغتون يو ډاكتر دنوم دنه ښودلو په شرط ازادۍ ر اډيوته وويل چې دوى ته اوه تنه پوليس په ټپي حالات كي ور وړل شوي چې د دريو حالات پكي نازك دى او څلور يې ښه دي.