په جنوبي سوډان کې ډیری خلک له شمالي سوډان څخه په جلا کېدو خوښ دي

د سوډان د انتخاباتو کارکوونکي وایي، په جنوبي سوډان کې د ټولپوښتنې د رایو زیاته برخه شمېرل شوې او په سلو کی ۹۹ خلکو له شمال څخه د جلا کیدو په ملاتړ راي ورکړي دي.

د جنوبي سوډان د ټولپوښتنې کمیسیون د جمعې په ورځ وویل، درې میلونو او ۱۴ لکو کسانو د یوه خپلواکه دولت د جوړېدو لپاره رايې ورکړي دي. د سوډان په جنوب کې شاوخوا څلور میلونه کسان د رایو لپاره راجستر شوي دي.

د یوې اوونۍ دا اوږده ټولپوښتنه د ۲۰۰۵ کال د سولې د هغه تړون مهمه برخه ده، چې د شمالي سوډان د پوځ چې اکثر یې مسلمانان دي او د جنوب د عیسویانو تر منځ یې کورنۍ جګړه پای ته ورسوله.