یوناما د افغانستان د ولسي جرګې د پرانیستلو په ځنډولو خواشینی شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر یا یوناما د جمعې په ورځ د جمهور رییس کرزي د هغې پریکړې له وجې سخت خواشینی او حیران شو، چې د ملي شوری پرانستل یې یوه میاشت ځنډولي دي.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلې، د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا متحده ایالات او اروپایي اتحادیه غواړي، هر څومره ژر چې ممکن وي، ملي شوری باید پرانستل شي.

د جمهوري ریاست دفتر په روانې اوونې کې ویلي وو، جمهور رییس کرزي ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاو د څیړنې په مقصد جوړې شوې خاصې محکمې د شاوخوا څلور سویو ادعاو د څیړلو لپاره د زیات وخت غوښتنه کړې او جمهور رییس یې غوښتنه ومنله.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګټونکو کاندیدانو زیات شمېر یې اختصاصې محکمه غیر قانوني بولې او وایي، دوی به ملي شوری په خپل ټاکلې وخت یعنې د یکشنیې په ورځ د جنورۍ په ۲۳ مه پرانیزي.