شمالي کوریا د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې له جنوبي کوریا سره د مقدماتي خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
شمالي کوریا وايي، د دغو خبرو هدف د کوریا په ټاپو وزمه کې د موجوده بحران حل کول دي.
دغه راز د شمالي کوریا خبري رسنیو ویلي، چې دغه هېواد د راتلونکې فبرورۍ میاشت په لومړېو کې د دواړو کوریاګانو د لوړ رتبه پوځي مقاماتو تر منځ د خبرو وړاندیز هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او چین ولسمشرانو پر دواړو کوریاګانو غږ کړی چې په خپلو کې د سولې خبرې بیا پیل کړي.
خو جنوبي کوریا چې واشنګټن يې ملاتړ کوي له شمالي کوریا چې چین يې تر شاه ده، غواړي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه نړېوالو شپږ اړخیزو خبرو ته بیرته وګرځي.