د چین ولسمشر د امریکا شیکاګو ښار ته لاړ

د چین ولسمشر هوژینټاو د امریکا شیکاګو ښارته لاړ، دا امریکا ته له واشنګټن بهر د هغه د سفر یواځنی بل تم ځای دی.

هو تیره شپه په شیکاګو کې د وینا په ترڅ کې پرمتحده ایالاتو غږ وکړ، چې چین ته د پرمختللی تکنالوژۍ پر صادراتو بندیز لیرې کړي چې په دې سره به چین ته د امریکا د صادراتو اندازه هم زیاته شي.

هو مخکې په واشنګټن کې ویلي وو، چې چین نه غواړي د وسلو سیالۍ پیل کړي یا پر نورو هېوادونو له پوځي نفوذه کار واخلي.

د چین ولسمشر د دوه اړخیز احترام او همکاري غوښتنه وکړه، خو په عین حال کې یې متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ چې پر تایونان او تبت د چین د ارضي تمامیت د ادعا درناوې وکړي.

د امریکا د کانګرس غړېو چې د چین له ولسمشر سره یې لیدلي وایي، دوي د بشري حقونو او د سوداګرۍ په برخه کې د موجودو اندیښنو په اړه پر هغو فشار راوست او له چین څخه یې دغه راز وغوښتل چې د خپل متحد شمالي کوریا او د دې هېواد د اټومي پروګرام په وړاندې دې جدي درځ غوره کړي.