په ترکیه کې د ۶ قدرتونو استازېو د خبرو یو نوی پړاو پیل کړ

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو استازېو نن د ترکیې په استانبول ښار کې د خبرو یو نوی پړاو پیل کړ.

د ایران د پلاوي مشري د دې هېواد د اټومي خبرو ستر مرکچي سعید جلیلي کوي او د شپږو قدرتونو، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې، امریکا او جرمني په استازیتوب د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشره کاترین اشټن دغه خبرې پرمخ وړي.

د دواړو خواوو ترمنځ په تیر ډیسمبر کې ورته خبرو د ایران د یورانیمو د غني کولو د فعالیتونو په اړه په ټپه دریدلی حالت د پای ته رسولو لپاره ډیر لږ پرمختګ حاصل شوی و.

لویدیځ قدرتونه اندیښنه لري، چې ایران ښایي د اټومي وسلو د جوړلو په لټه کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک تونیر ویلي، چې متحده ایالات تمه نه کوي چې د استانبول په خبرو کې د پام وړ پر مختګ حاصل شي، خو امریکایي چارواکي لیواله دي چې پرهغه وړاندیز خبرې وکړي چې له مخې یې ایران د تهران د اټومي بټۍ د اړتیا وړ سونګ موادو لپاره، خپل د ټیټې کچې غني شوي یورانیم تبادله کوي.