چین:موږد نړۍ د بل هیڅ هېواد لپاره خطر نه یو

د چین ولسمشر هوجین تاو وايي، چې هېواد یې د نړۍ د بل هیڅ هېواد لپاره خطر نه دی، ده پرون په واشنګټن کې سترو امریکايي سوداګرو ته په وینا کې په دې ټینګار وکړ، چې چین نه د وسلو د سیالۍ علاقمندي لري او نه هم غواړي چې پر کوم لوري خپل اقتدار تحمیل کړي.

د هو جین تاو د خبرو عمده ټکی دا وو، چې د چین وده د امریکا او نړۍ په ګټه ده، د چین ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړ چې د تایوان او تبت په برخه کې باید د ده د خاورې خپلواکۍ ته درناوی هیر نه کړي.

په عین حال کې د امریکا د استازو جرګې مشر جان بویهنر په یوه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلۍ کړی دی.

ښاغلي بویهنر ویلي، چې د چین له ولسمشر سره په لیدنه کې یې په چین کې د بشري حقونو د وضعیت په څرنګوالي او د کورنیو لپاره د یوه ماشوم په قانون شدید انتقاد کړی .