په تونس کې ټول پخواني سیاسي بندیان خوشې شوي

د تونس دولتي تلویزون وویل، چې د لېرې شوي ولسمشر زین العابدین بني علي د قبیلې، 33 کسان د دولت ضد اعمالو په تور نیول شوي دي.

بل خوا د تونس لنډ مهالي مشران وايي، چې ټول پخواني سیاسي بندیان یې ایله کړي دي او دوي ژمنه کړې، چې د خپلو پخوانیو کړو وړو څخه به لاس اخلي.

د تونس ولسمشر د پراخو او خونړېو مظاهرو په نتیجه کې یوه اونۍ مخکې هېواد پرېښوده او سعودي عربستان ته ولاړ، خو د لومړي وزیر په ګډون د ده پخواني ملګري هڅه کوي، چې د مخالفینو مشران د ملي وحدت په حکومت کې ورګډ کړي.