په بغلان کې ۱۷۰ کیلوګرامه کرسټان پوډر نیول شوي

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په مربوطاتو کې له ۱۷۰ کیلوګرامه ډیر د کرسټال پوډر چې د هیروئينو په جوړیدو کې ترینه ګټه اخیستل کیږي، نیول شوي دي.

د بغلان ولایت د امنیې قومندان مل پاسلوال عبدالرحمن رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه مواد په یوه کاماز موټر کې په ډیره ماهرانه توګه ځای پر ځای شوي وو او بدخشان ولایت ته وړل کیدل، چې تیره شپه ونیول شول.

د رحیمي په وینا ددغو موادو د قاچاق په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.