پولنډ د پخواني ولسمشر د الوتکې د راغورخېدو پړه په رسیې اچوي

د پولنډ یو لوړرتبه مستنطق وایي، د روسیې د هوایي ټرافیک د کنټرول مرکز د پولنډ د پخواني ولسمشر د سپرلۍ الوتکې ته چې د تیرمیلادی کال د اپریل په میاشت کې راوغورځیده او ولسمشر لیخ کاژینسکی او ۹۵ تنه نور په کې ووژل شول، غلطه رهنمایي کړې وه.

د پیښی په اړه پولنډي څیړونکو له نسکورې شوی الوتکې سره د روسیې د هوایې ټرافیک د کنټرول ثبت شوې مکالمې خپرې کړي، چې په هغې کې ویل شوي، چې د روسیې د هوایي کنټرول مرکز په دې نه دی توانیدلی، چې د الوتکې عملې ته ووایي، چې موقعیت یې سم نه دی.

مستنطق میروسلاوګروچوسکي په وارسا کې خبریالانو ته وویل، کله چې دغه الوتکه کښیناستله، د رنوې له کرښې څخه ډېره لوړه وه یعنې ۱۳۰ متره یې ارتفاع لرله چې له ټاکلي ارتفاع اتیا متره لوړه وه او د روسیې د هوایي کنټرول چارواکو د دې پرځای، چې خبرداری ورکړي، ورته ویلي وو، چې الوتکه رینوې ته برابربره ده.