عراق کې ځان وژونکي برید مرګ ژوبله واړوله

عراقي چارواکي وايي ، یوه انتحاري حمله کونکي نن د هغو خلکو په منځ کې ځان والوزاوه چې د عراق په امنیتي ځواکونو کې یې د شاملیدو لپاره نوبت نیولې وو.

په حمله کې لږترلږه ۴ تنه چې په پولیسو کې تازه شاملیدل وژل شوي او لس تنه نور زخمیان دي .

د امنیتي ځواکونو په وینا حمله د بغداد شمال ته د تکریت په ښار کې د پولیسو یوې اډې ته نږدې شوې ده . د حملې نور جزیات ندي څرګند شوي .