د ښاري پراختیا وزیر خوست ته تللی

د ولسمشر کرزي لوی سلاکار او د ښاري پراختیا وزیر نن په خوست کې له ځایي چارواکو سره د خوست ښارد پراختیایي پروګرامونو په اړه خبرې کړي.

انجنیر محمد یوسف پشتون او سلطان حسین حصاري نن په یوه سفر دغه ولایت ته تللې.

د خوست والي د دفتر ريئس صادق ازادۍ راډیو ته ویلي، چې دغه پلاوی د خوست له والي او نورو چارواکو سره کتلي او د شیخ ذاهد پوهنتون، د ولایت د ادارې کمپکلس له ودانۍ او د یوسله بستر روغتون څخه کتنه کړې ده.