افغان سوداګرو له ایران څخه خپل ټول واردات په ټپه ودرول

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو اعلان وکړ، چې سر له ننه یي له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې وشلولې.

د دی خونو مشر محمد قربان حقجو، نن په کابل کی یوې خبری غونډې ته وویل،چې د دې پریکړې اصلي علت د ایران په خاوره کې افغان سوداګرو د تیلو د ټانکرونو ایسارېدل دي:

( ایراني چارواکو چې د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونه ودرول،افغان سوداګرو او پانګوالو هم په خپله خوښه له ایران سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او دا پریکړه سر له ننه عملې کیږي.)

له څو اونیو راهیسي، د افغان سوداګرو د تیلو سلګونه ټانکرونه ایراني چارواکو په خپله خاوره کې ایسار کړي او افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي.

افغان سوداګرو دا پریکړه په داسې حال کې کړې، چې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه اته سووه پنځوسو میلیونو ډالرو ته رسیدله.