حقجو:له ایران سره مو سوداګریزې اړیکې وشلولې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ریس محمد قربان حقجو

د ایران له خوا د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونو د درولو په غبرګون کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان وکړ، چې افغان سوداګرو د افغانستان د ملي ګټو لپاره د سې شنبې له ورځې له نوموړي هېواد څخه خپل ټول واردات په ټپه ودرول.

د دې خونې عامل رییس محمد قربان حقجو د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا پریکړه د حکومت نه بلکه د خصوصي سکتور ده او دوي په افغانستان کې د ټولو سوداګرو په خوښه کړې.

ده څرګنده کړه چې افغان سوداګرو او پانګه والو دا پریکړه هم کړې، چې د ایران په چاه بهار سیمه کې به د خپلو یوسلو شلو شرکتونو فعالیتونه بند کړي.

د ښاغلي حقجو په خبره ایران د خپلو کړېو ژمنو او د ټولو موجوده نړېوالو قوانینو خلاف د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونه درولي او دوي نه غواړي له دې وروسته له نوموړي هېواد څخه د سوداګریزو موادو له را واردولو سره خپلې پانګې له خطر سره مخامخ کړي:

"له ایران څخه د وارداتو دا بندیدل یوه خود جوشه پریکړه ده، چې د افغان سوداګرو له خوا د ملي احساس، د خلکو د درد او د حالاتو په پام کې نیول سره شوې.

دا پریکړه د ایران له خوا د هغه اقدام څخه وروسته شوې چې تصور یې نه کیده، د افغانستان خلک او سوداګر هم غواړي چې د ایران په وړاندې ورته عمل وکړي او دا پریکړه سر له ننه عملي کیږي."

محمد قربان حقجو وایي، چې د دوې له دې کار سره یوازې افغانستان نه بلکه ایران هم ډیر زیانمن کیږي ځکه چې په دوه زره لسم میلادي کال کې افغان سوداګرو د اته سوه میلیونه ډالرو په ارزښت مواد له ایران څخه وارد او د پنځوس میلیونو په ارزښت افغاني تولیدات نوموړي هېواد ته صادر شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې افغان حکومت ته هم وړاندېز وکړ، چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له پلوه د خلکو له اړتیا وو سره سمې سترایتژیکې زیرمې جوړې، سوداګریز او ترانزیتي تړونونه رامنځ ته، کورني تولیدات دې زیات او دغه راز په کابل کې دې د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه یو سیمه ایز کنفرانس هم جوړ کړي.

په عین حال کې افغان سوداګر هم د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له دې پریکړې څخه هرکلۍ او ملاتړ کوي او وایي، چې دوي کولای شي هغه مواد د افغانستان په دننه کې تولید کړي کوم چې تر دې مهاله له ایران څخه راوړل کېدل.

بل لور ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ اوصنایعو د خونې له خوا له ایران څخه پر وارداتو بندیز لګول د دې هېواد په ګټه نه بلکه په زیان بولي.

د دې وزارت مرستیال غلام محمد ییلاقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا ډول پریکړې باید په ډیر غور وشي او دا د حکومت صلاحیت دی نه سوداګرۍ او صنایعو د خونې:

(دا موضع باید په دقیقه توګه تحلیل شي چې زموږ پر اقتصاد څه تاثیر لري دا د سوداګرو خپل نظر ده او موږ يي احترام کوو، خو دا دولت پورې اړه لري.)

بل لور ته د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي، چې دوي او نورو افغان سوداګرو د ایکو یا د جنوبي اسیا هېوادونو د اقتصادي همکارېو د سازمان په هغه غونډه کې هم برخه وانه خیسته کومه چې د دوشنبې په ورځ په تهران کې جوړه شوی ده.

د دې خونې عامل رییس ښاغلي حقجو وویل، چې دوي ایکو سازمان ته هم د ایران له خوا د سوداګرۍ په برخه کې د دې ناسم اقدام په اړه شکایت کړی خو لا تر اوسه نوموړي سازمان ورته ځواب نه دی ورکړی.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکو د افغانستان له ټولو خلکو نه هم په ټینګه غوښتنه وکړه، چې په بازارونو کې دې ایراني مواد نه اخلي ترڅو په هېواد کې ورته اړتیا کمه شي.