د ایټالیا یو پلاوی به افغانستان ته راشي

ټاکل شوې، چې په راتلونکي یوه میاشت کې د ایټالیا یو پلاوی افغانستان ته راشي ترڅو، د افغانستان په بیارغونه کې د دې هېواد په ونډې خبرې وکړي.

د ایټالیا د اقتصادي پراختیا وزیر پاولو روماني چې تیره ورځ یي له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل وویل، دغه پلاوی به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د بیارغونې په برخه کې ونډه واخلي او د ایټالیا د پانګونې لپاره به خپله ارزونه وکړي.

افغان ولسمشر د ایټالیا د اقتصادي پراختیا له وزیر څخه غوښتي تر څو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي کرزي د بامیانو کابل تر منځ نښلونکي سړک چې د ایټالیا په مرسته جوړیږي خورا با اهمیته بللې دی.