په تونس کې د ملي وحدت حکومت اعلان شو

د تونس موقت مشر د دوشنبې په ورځ ناوخته د ملي يووالي نوی حکومت وروسته له دې اعلان کړ چې مخکيني ولسمشر زين العادبدن بن علي سعودي عربستان ته وتښتېد.

صدراعظم محمد غنوشي به په خپلې څوکۍ کار ته دوام ورکړي، د دفاع او بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون به څو نور پخواني وزيران هم پر خپلو څوکيو پاتې شي خو په حکومت کې به د درو مخالفو ګوندونو مشران هم شامل وي مګر د اطلاعاتو وزارت به منحل شي.

غنوشي وويل، د اوسني ممنوع اسلامي ګوند په ګډون به درست سياسي ګوندونه پرېښودل شي چې د ملي وحدت د نوي حکومت تر سيورې لاندې فعاليت وکړي.

ده همدا راز د رسنيو لپاره بشپړه ازادي اعلان کړه او ويې ويل، چې د بشري حقونو پر دفاع کوونکو ډلو بنديز پای ته رسېدلي دي.

تر دې مخکې پوليسو د هېواد په مرکز کې په سلګونو مظاهره چيان تيت پرک کړل، مظاهره چيانو د بن علي له ګونده وغوښتل چې واک پرېږدي.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون پرون د تونس له ټولو اړوندو خواوو وغوښتل، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.