د کونړ ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو په وروستیو پوځي عملیاتو کې اوه تنه وسلوالو مخالفین او شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کونړ والي فضل الله وحیدي د دې خبر په تاییدولو سره ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه عملیات د تیرې ورځې راهیسې د وسلوالو مخالفینو پر خلاف پیل شوی دي.
د کونړ د ولايتي شورا یو غړی سلطان صدیقي وايي، چې په وژل شوېو ملکي کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.
ایتلافي ځواکونو وسلوالو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې او د ملکي کسانو د وژل کېدو خبره یې رد کړې.