د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په بغلان ولایت کې د تیرې ورځې بمي چاودنه چې نهه ملکي کسان په کې ووژل شول، وغندله.
دغه کسان چې د یوې کورنۍ غړي و، تیره ورځ په پلخمري کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړي په ماین وخوت.
د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په یوې خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې کې دغه چاودنه یو بزدلانه عمل بلل شوی.
افغان چارواکي تیره ورځ وویل، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د سړک د غاړې په درېیو بمي چاودنو کې اولس ملکي کسان وژل شوي دي.